افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازي پرون امنيت شورا ته ويلي، چې افغانستان په ۲۰۱۵ز کې په ډېر بد حالت کې و او په راتلونکي کال کې بايد ثابته کړي، چې د نړيوالو مرستو ارزښت لري.
نيکولوس هايسl وويل: «په ۲۰۱۶ز کې مهمه ده، د ملي يووالي حکومت مخ په ډېرېدونکې توگه خپل اغېزمنتوب ښکاره کړي، حکومت بايد نه يوازې افغانانو بلکې نړيوالې ټولنې ته ثابته کړي چې د ورسره کېدونکو مرستو وړتيا لري».
نوموړي زياته کړه: «راتلونکي کال کې مرستندويه هيوادونه په دې اړه له «سخت انتخاب» سره مخ دي، چې له کابل سره څه ډول او څومره مرستې وکړي»، هايسl څرگنده کړې، چې په نړيواله کچه مرستو ته اړتيا ډېره شوې ده.
د ملگرو ملتونو استازي دې ته اشاره کړې، چې د ملي يووالي حکومت بايد په ځانگړي ډول له فساد سره مبارزه کې خپله ژمنتيا، د لازمو ريفورمونو په راوړلو او هيله من راتلونکD په رامنځته کولو کې خپل اغېزمنتوب وښيي، څو له دې هيواده د وتونکو کډوالو مخنيوی وشي.
د ملي يووالي حکومت تر دې دمه د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي د څرگندونو په اړه څه نه دي ويلي.