د ایران او سعودي تر منځ د مستقیمو خبرو لپاره هڅې روانې دي
د ایران له اسلامي انقلاب وروسته په منځني ختیځ کې د سعودي او ایران ترمنځ سړه جگړه روانه ده. د حسن روحاني د حکومت له راتلو سره د ایران بهرنی سیاست بدل شوی. د دوی لومړی کوښښ دا و چې پر ایران شته بندیزونه د لویدځوالو له لورې پای ته ورسوي. له لسگونه ورځو مذاکرتو وروسته ایرانې ډیپلوماتان په دې وتوانیدل چې لویدیځي نړۍ ته ډاډ ورکړي. لویدیځوالو همدارنگه له دوی سره د پای هوکړه وکړه.
ایران په لبنان او سوریه کې د شیعه گانو ملاتړ کوي. سعودي له دې پالیسیو سره مخالف دی، نه غواړي چې ایران په دې سیمو کې نفوذ ولري. تر دې چې دا جگړه د سعودي پولو ته ورسیده او یمن د شیعه حوثیانو له خوا په بشپړ ډول ونیول شو. له دې سره سعودي په خپله جگړه کې ښکیل شو. د دې جگړي له پیل راهیسي سعودي په تهران کې سفیر نه لري. ایران کوښښ کوي چې له سعودي سره خپلې اړیکې ټینګې کړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین جابر انصاري نن رسنیو ته وویل: «هڅي روانې دي چې د ایران او سعودی تر منځ شته ستونزې او شخړې د مخامخ خبرو له لارې حل شي».
ده همدارنگه زیاته کړه چې سعودي به ډیر ژر خپل استازی تهران ته واستوي. ده د خپلو خبرو په مهال د سعودي له نوي جوړ شوي ائتلاف «ترهگرو په ضد مسلمان پوځ» څخه په احتیاط یادونه وکړه. ده همداراز ده زیاته کړه «د ترهگرو په ضد جگړه کې باید د سیمي هیوادونو ځکمنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته احترام وشي».