د دوشنبې پر شپې په ځايي وخت شاوخوا نهه بجې د څو زورورو چاودنو غږونو کابل ښار ولړزاوه. وروسته ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د چاودنو غږ د درېوو توغوندیو د لگېدو له امله و.
د چارواکو له خولې، د دغو توغندیو دوه د کابل په زړه، وزیر اکبر خان مېنه کې لگېدلي. وزیر محمد اکبر خان مېنه د کابل ښار تر ټولو خوندي سیمه گڼل کېږي، چې د ډېری هېوادونو سفارتونه او د بهرنیو انجیوگانو دفترونه په کې مېشت دي.
کابل ښار داسې مهال د توغندیز برید نښه گرځي، چې طالبانو نن سهار د کابل په شمال بگرام کې په یوه ځانمرگي برید کې شپږ بهرني ځواکونه ووژل. تر دې دمه طالبانو او افغان چارواکو د دغې پېښې په باب څه نه دي ویلي.