افغانستانخبرونه

ملي يووالي حکومت د کارموندنې ملي پروګرام پيل کړ

ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د کارموندنې ملي پروګرام په پرانیستغونډه کې وویل چې حکومت د دې پروګرام له لارې غواړي چې په کلیوالو سیمو کې بزګرانو سره مرسته وکړي او په ښارونو کې خلک د ښار پاکولو لپاره په کار وګوماري.

ولسمشر غني وويل دغه پروګرام له نن څخه پیل شو او په لومړي پړاو کې ۴۷۰۰ کلي او وروسته به ۱۵۰۰۰ کلي د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې شي.
ده دغه راز وویل د ښارونو ککړ چاپېریال نور د منلو وړ نه دی او د ناپاک چاپېریال له امله ناروغۍ هم ډېرې شوې دي، نو ځکه د دې پروګرام له لارې به په ښارونو کې زرګونه کسان د ښارونو د پاکولو لپاره په کار و ګومارل شي.

ولسمشر زیاته کړه وروستیو کلونو کې ډېرو خلکو مسلکي زده کړې کړې او د همدې پر بنسټ به په کار و ګومارل شي.

ده زیاته کړه چې د دغه پروګرام له لارې به په لومړي پړاو کې۴۷۰۰ کلي او په پسرلي کې ۱۵۰۰۰ کلي تر پوښښ لاندې راوستل شي.

ده ټينګار وکړ چې دولت په پام کې لري ۱۰۰زره ارزان بیه کورونه جوړ کړي او د چین هېواد هم له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې ۱۰۰۰۰ کورونه به جوړوي او خلکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

ښاغلي غني وویل د اقتصادي ستونزو د حل لپاره بنسټیز ګامونه پورته کوي او په راتلونکي کال کې به د برېښنا تولید دوه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button