افغانستان

د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلین ونیول شول

ځلاند ډاټ کام: د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي چې ددغه ولایت د پوهنتون لسګونه محصلین نیول شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون محصلین په دې تورن وه چې لس ورځې وړاندې یې په یوې مظاهره کې د طالبانو او داعش بیرغونه پورته کړي وو.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تایید کړې چې نیول شویو محصلینو په مظاهره کې ګډون کړی و چې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ونیول شول.

خوږیاڼي د نیول شوو محصلینو دقیق شمېره نه ده څرګنده کړې خو په ننګرهار کې سیمه‌ییزې رسنیو د نیول شوو شمېر ۲۷ کسان ښودلي دي.

ښاغلي خوږیاڼې زیاته کړې چې یو شمېر محصلین تښتیدلي چې د نیولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو هڅې روانې کړي.

خوږیاڼې له قوله د دغه کسانو د نیولو فرمان د مرکزي دولت او سیمه ییزو چارواکو له خوا صادر شوی و.

د ننګرهار پوهنتون محصلینو لس ورځې وړاندې د ملي وحدت حکومت پر ضد مظاهره وکړه، دوی ادعا کوله چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ورته بدل اعاشه نه ده ورکړل شوې.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې یو له نارامو ولایتونو څخه دی. دغه ولایت کې د طالبانو سربېره په څو ولسوالیو کې داعش هم فعالیت کوي.

Related Articles

2 Comments

  1. زه خپله شخصا دا کار تقبیح کوم دولت دا ښه کار نه ده کړی د محصلينو نيول يا شکنجه کول هغه هم د بدل اعاشي په سر بايد دولت دا محصلين بيرته پريږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button