خبرونهسيمه او نړۍ

د ډونالډ ټرمپ او سعودي شهزاده ناندرۍ

د سعودي عربستان وتلی سوداګر او د شاهي کورنۍ غړي وليد بن طلال د امريکا جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونالډ ټرمپ د امريکا د «سپکاوي» لامل بللی دی.

شهزاده وليد بن طلال په خپل ټويټر پيغام کې ډونالډ ټرمپ ته ويلي، چې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو له سياليو ووځي؛ ځکه چې دی د امريکا لپاره د «سپکاوي» لامل دی او هېڅکله به يې ونه ګټي.

شهزاده وليد دا خبرې وروسته له هغې کړي، چې څه موده وړاندې ډونالډ ټرمپ امريکا ته د مسلمانانو په ورتلو د بنديز غوښتنه کړې وه.

ټرمپ د شهزاده طلال په غبرګون کې نوموړی «احمق» بللی او وايلي یې و، چې دی غواړي، د خپلو پيسو په زور د امريکا سياست پر مخ بوځي او که دی د امريکا ولسمشر شو، نو شهزاده وليد بن طلال به هېڅکله امريکا کې د سياست لپاره پرې نه ږدي.

شهزاده وليد وايي، چې ډونالډ نه يوازې د خپل ګوند، بلکې ټولې امريکا لپاره د شرم او سپکاوي لامل دی، دی هېڅکله ولسمشريزې ټاکنې نه شي ګټلی او دی بايد د ولسمشرۍ له سيالۍ ووځي.

د يادونې وړ ده، چې ډونالډ ټرمپ د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشريزو ټاکنو تر ټولو وتلې څېره ده، مګر تېره اوونۍ يې، چې امريکا ته د مسلمانانو په ورتلو د بنديز غوښتنه وکړه، په هېواد کې دننه او نړيواله کچه له سختو نيوکو سره مخ شو.

برتانيا کې پنځه لکه کسانو په پر يوه پاڼه لاسليکونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل، چې ډونالډ ټرمپ بايد برتانيې ته پرې نه ښودل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button