د افغانستان او ترکمنستان ګاونډيتوب د سيمې او نړۍ لپاره يوه غوره بېلګه ده او زموږ ځينې ګاونډي هېوادونه د مرستې پر ځای موږ ته ترهګري رالېږي.
دا خبرې ولسمشر اشرف غني، نن له غرمې وړاندې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د سولې او امنيت لپاره د نړيوالو بې پرې پاليسيو په کنفرنس کې د ګډون پر مهال وکړې.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني ترکمنستان د افغانستان يو غوره او نورو ته د عبرت وړ ګاونډي بللی او زياته کړې يې ده، چې ځينې ګاونډي هېوادونه د مرستې پر ځای افغانستان ترهګري صادروي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې ولسمشر غني چا ته اشاره کړې ده.
«موږ له دوو حالتونو سره مخ يو، يو دا چې نهيلي او بې وزله پاتې شو او دوهم دا، چې خپلو هيلو او ارمانونو ته عملي جامې ور واغوندو.»
اشرف غني وويل، چې ترکمنستان تل له افغانستان سره مرسته او همکاري کړې او ګټه يې ترکمنستان ته هم دا رسېدلې، چې د سيمې په کچه ټولو اقتصادي پاليسيو کې تر ټولو زيات لاس د ترکمنستان دی.
«ترکمنستان اوس پر ځای د دې، چې له نورو مرسته وغواړي، په خپله له نورو هېوادونو سره مرسته کوي.»
ولسمشر غني ترکمنستان داسې یو ګاونډي وباله، چې افغانستان سره فرهنګي، فکري او تاريخي اړيکې لري او افغانستان غواړي، چې دغه اړيکې نورې هم پياوړې کړي.