د شلو صنعتي هېوادونو د غونډې په څنډو کې د نړۍ سترو هېوادونو مشرانو سره ناستې کولې. دې ناستو کې ترکي، روسي او امریکايي مشرانو له یو بل سره کتنې کړي.
د سوريې د کړکېچ په تړاو د امریکا او روس د بهرنیو چارو وزایرنو گڼې کتنې وکړې خو دواړه لوري سره هوکړې ته ونه رسېدل. د شلو صنعتي هېوادونو په څنډو کې اوباما او پوتین د سوريې د کړکېچ په تړاو سره وکتل خو ویل کېږي چې دواړه لوري کوم نتیجې ته نه دي رسېدلي دي.
همدارنګه ترکي او امریکايي مشرانو د شلو صنعتي هېوادونو غونډې په څنډو کې سره کتلي دي او اوباما ژمنه کړې چې د ترکیې په کودتا کې تورن کسان باید محاکمه شي. ترکي مشران امریکايي مېشت ترکی ګولن په دې تورنوي چې د ترکیې په کودتا کې لاس درلود خو امریکایان بیا له ترکیې څخه د شواهدو غوښتنه کوي.
په ترکیه کې د جولای د ناکامې کودتا له هڅې وروسته د امریکا او ترکیې ته تر منځ اړیکې خرابې شوي او ترکیه او روسیه سره نږدې شوي دي.