افغانستانسلايډ

د یوناما راپور: د کندوز جګړو کې ۸۴۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندوز د جګړو په باب د ملګرو ملتونو ادارې د تازه راپور له مخې په ډاګه کېږي، چې شاوخوا ۸۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندوز مرکز تېر سپټمبر کې د طالبانو لاس ته ولوېد، چې وروسته د حکومت پلیو او بهرنیو هوايي ځواکونو د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړه. د ملګرو ملتونو نوي راپور له مخې په دغو دوو اوونیزو جګړو کې ۲۸۹تنه وژل شوي او ۵۵۹ تنه ټپيان شوي.

له دغې ډلې ۳۰تنه مړه او ۳۷ټپیان هغه دي چې په دغه ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکایانو د بمبار له امله زیانمن شول. امریکایانو د کندوز جګړې پر مهال د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار وکړ چې د نړیوالو بشري حقونو ادارو توند غبرګونونه یې راوپارول.

یوناما وايي، د مرګ ژوبلې شمېره ښايي تر دې لوړه شي، کله چې تازه معلومات ترلاسه شي. دغه راپور په داسې حال کې تیار شوی، چې د بې ثباته امنیتي وضعیت له امله شونې نه ده چې مفصل راپور چمتو شي.

د ملګرو ملتونو اداره د جګړې په دوو اړخونو کې هېڅ یوه ته د پړې ګوته نه نیسي او وايي، چې دواړو لوريو د جګړې پر مهال ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور زياتوي، چې ډېره مرګ ژوبله په ولسي سيمو کې د سپکو او درنو ډزو له امله پېښه شوې، چې ډېری قربانيان يې ولسي وګړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دوی اوس هم د يو بې پرې څېړونکي کميسيون له لارې کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي الوتکو بمبار څېړي او کېدای شي د امريکايانو دا بمبار د نړيوال قانون له مخې جنګي جنايت وبلل شي.

کتذوز کې د بې پولو ډاکټرانو روغتون، چې امريکايي الوتکو بمبار کړی
کتذوز کې د بې پولو ډاکټرانو روغتون، چې امريکايي الوتکو بمبار کړی

د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې ۲۰۰۱م راهيسې، چې امريکا پر افغانستان بريد کړی، نږدې۱۵۰،۰۰۰ خلک په کليو او ښارونو کې جګړو او بمباريو له امله کلابند شوي او نږدې ديارلس لکه خلک د جګړو او بمباريو له امله بې کوره شوي دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره «يوناما» وايي، چې د جګړو، بمباريو او نا امنيو تر څنګ د خوړو، برېښنا او روغتيايي اسانتياوو د نه شتون او دواړو جګړه ييزو لوريو له لاسه زرګونه کورنۍ بې کوره شوي دي.

راپور زیاتوي: «د امنيت نه شتون د حکومتي چارواکو له لوري د قانون ماتول هېواد کې د بشري حقونو د نقض ستر لامل بلل کيږي، چې له امله يې د افغانستان ډېری اوسېدونکي د ژوند له بنسټيزو اسانتياوو بې برخې دي.»

زورواکي حکومتي چارواکوي او ناقانونه وسله وال د هېواد له انا امنۍ په ګټه اخيستو د ولسي وګړو کورونه، ځکمې او شتمني ضبطوي او هېڅوک يې د غږ اورېدو نه شته.

د يوناما په راپور کې دا هم راغلي، چې ځينو خلکو دوی ته ويلي، چې طالبانو په لرې پرتو سيمو کې «مرګونې ډلې» ګومارلي، چې په دغو سيمو کې د بشري او ښځو حقونو فعالانې په نښه کړي، مګر يوناما تر اوسه په دې اړه ثبوت نه دی موندلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button