ولسمشر غني: نبيل ما له دندې نه دی لرې کړی
د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال پر نوموړي له نيوکو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، ولسمشر د نوموړي استعفا ومنله.
د ښاغلي نبيل له استعفا وروسته داسې ګمان کېده، چې ولسمشر غني نوموړی د پاکستان په اشاره له دندې ګوښه کړی، خو ولسمشر په خپلو وروستيو څرګندونو کې په ډاګه کړه، چې نبيل د ده له لوري استعفا ته مجبور شوی نه دی، بلکې د ملي امنيت د رييس په توګه ده انتخاب کړی و.
غني زياته کړې ده، نبيل خپله ده ملي امنيت ته ټاکلی و او ټاکنه يې ملي شورا تصويب کړې وه، او د اساسي قانون د څلورشپېتمې مادې له مخې يې ده استعفا ومنله.
ولسمشر د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې په پياوړتيا کې د رحمت الله نبيل هڅې وستايلې، او ويې ويل، چې په دې برخه کې يې افغانستان د يوويشتمې پېړۍ له غوښتنو سره سيال کړ.
د غني په وينا د افغانستان خپلواکي او سياسي حيثيت رسما منل شوی دی، ځکه نو هيڅ بهرني هيواد دا جرات نه شي کولای، د افغانستان چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ملي امنيت پخواني رييس له دې امله له خپلې دندې استعفا ورکړه، چې په ګمان يې پاکستان په افغانستان کې د دولت ضد جګړه مارو ملاتړ کوي، خو افغان چارواکي يې تشو ژمنو ته غوږ نيسي او په اړه يې له نرمۍ کار اخلي.