سلايډسيمه او نړۍ

 د فرانسې ولسمشر احمد شرع ته بلنه ورکړه

دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه تازه بحثونه وشي.

د فرانسې ولسمشر امانول مکرون د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد شرع سره په یوه مهم ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې پر اقتصادي بندیزونو خبرې کړې.

د راپورونو له مخې، مکرون احمد شرع ته پاریس ته د سفر بلنه ورکړه، چې د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه تازه بحثونه وشي.

رویټرز د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله څرګنده کړې چې احمد شرع په راتلونکو اوونیو کې فرانسې ته سفر کوي، چې دا به د سوریې او فرانسي ترمنځ د اړیکو په نوي پړاو کې مهم ګام وي.

دا سفر ممکن د سوریې د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي او د نړیوالو اړیکو په جوړولو کې مثبت تاثیر ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button