سيمه او نړۍ
د امریکا مرستې بندې: د مارکو روبیو تازه یادښت
د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر، څرګنده کړې چې مرستې به تر ۹۰ ورځو پورې بندې وي
د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر، مارکو روبیو، پرون په یوه یادښت کې اعلان وکړ چې د مصر او اسراییلو لپاره د امریکا مرستې بندې نه دي. یادښت کې ویل شوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجنډا سره سم، د نړۍ نورو هیوادونو لپاره نوې مالي مرستې نه ورکول کیږي او نه د پخوانیو مرستو موده تمدید کیږي.
وزارت څرګنده کړې چې مرستې به تر ۹۰ ورځو پورې بندې وي تر څو د نوې او پخوانۍ مرستې د ارزونې پروسه بشپړه شي. د ارزونې دقیق نېټه هم نه ده مشخصه شوې.