سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار د بگرام په نظامي اډه کې پر امریکايي سرتېرو چاودنه شوې. د بگرام اوسېدونکو هم د چاودنې غږ اورېدلی او زیاته کړې یې ده چې چاودنه ډېره زوروره وه چې غږ یې د لرې پرتو سیمو خلکو هم اورېدلی دی.
بگرام کې مېشت د بهرنیو ځواکونو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه شاوخوا سهار ۵:۳۰ شوې او له امله یې امریکايي ځواکونو ته تلفات هم اوښتي دي. خبرپاڼې زیاته کړې چې د درملنې او بشرساتنې گروپونه سیمې ته د مرستې له پاره رسېدلي دي.
خبرپاڼې د بشري تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه به وروسته معلومات شریک کړي. بګرام کې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو د طالبانو له لورې برېدونه کېږي خو تر دې دمه د دې برید مسوولیت طالبانو په غاړه نه دی اخیستی.
بل لورې ته د بگرام ولسوالۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې د چاودنې له امله درې تنه مړه شوي او گڼ کسان نور ټپیان شوي دي.