خبرونهسلايډ

مزارې شریف: پر جرمني کونسلګرۍ د برید مسوولیت طالبانو ومانه

تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې یوه ځانمرگي چې موټر یې له چاودېدونکو توکو ډک وو د بلخ په مرکز مزارې شریف کې د جرمني کونسلگرۍ ته څېرمه چاودنه وکړه چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د پېښې په اړه ګڼو رسنیو خبر ورکړی او د بلخ ولایت چارواکو پېښه منلې، د بلخ روغتون ډاکټرانو رسنیو ته ویلي چې شاوخوا سل تنه ټپیان او څلور مړي روغتون ته رسېدلي دي. طالبانو د پېښې مسولیت منلی او په اړه یې خبرپاڼه خپره کړې.

د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی یوه لارۍ له چاودېدونکو توکو ډکه کړې او مزارې شریف کې د جرمني د کونسلگرۍ ته څېرمه چاودنه ورکړې او له هغې وروسته په درنو او سپکو وسلو سمبال کسان کونسلگرۍ ته ننوتي او پاتې کسان یې له منځه وړي دي.

طالبانو د جرمني کونسلگرۍ په دې تورنه کړې چې د کندز په هوايي بریدونو کې ښکیل ده او طالبانو ځکه پر کونسلگرۍ برید کړی چې د کندز د قربانیانو غچ واخلي. تېره اوونۍ د کندز په بوز کندهاري سیمه کې د هوايي بریدونو له کبله شاوخوا څلوېښت تنه ملکیان وژل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button