سرحدي پوليس: که مرسته مو ونه شوه لوږه به مو ووژني
د کنړ د مرورې ولسوالۍ يو شمېر پوله ساتو ځواکونو پر حکومت غږ کړی، چې بېړنۍ مرسته دې يې وکړي. دغه پوليس چې پر دنده بوخت دي وايي، چې له ډېره وخته د وسله والو طالبانو له لوري کلابند دي او خوراکي توکي يې دوه مياشتې مخکې ختم شوي دي. دوی پرون سلام وطندار ته خبرو کې ويلي دي، چې که په دوو ورځو کې يې مرسته ونه شوه، ټول به له منځه ولاړ شي.
د مرورې ولسوالۍ د غاښي کنډو سيمې دغه پوليس وايي، چې مرکزي او ولايتي چارواکي يې څو ځل د خپلو ستونزو په اړه خبر کړي دي، خو چا يې په خبرو غوږ نه دی ګرولی.
دغه پوليس زیاتوي، چې له سيمې د تبديلۍ موده يې پوره شوې ده، خو دا چې لارې له ستونزو ډکې دي له سيمې نه شي وتلی.
يوه سرتېري د نوم نه ښودو په شرط وويل: «موږ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان يو، اوبه او ډوډۍ نه رارسېږي». دوی ګواښ وکړ چې که تر دوو نورو ورځو خوراکي توکي او اوبه ور ونه رسېدل، لوږه به يې ووژني.
سيمه کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان ولي خان شينواري په دې اړه وويل، چې د ټولو سرتېرو د ستونزو د اواري هڅې کوي.
بل پلو د کنړ سرکاڼو ولسوالۍ کې د نوپاس سيمې پوليسو هم د خوراکي توکو او جنګي تجهيزاتو له کمښته سر ټکولی او له حکومته يې غوښتي، چې اړتيا يې ورپوره کړي.