روغتياسلايډ

د سګرېټو پر ډبي انځور څه ګټه لري؟

سګرټ د سرطان په څېر د نورو ناعلاجه او مرګوني ناروغیو لامل دی، چې له امله يې زرګونه خلک د مرګ کندې ته غورځېږي. خو د دې سربېره د نړۍ زیات شمېر خلک پرې روږدې دي.
يوه نوې څېړنه چې د تنباکو مجلې خپره کړې ده، وايي هر کال په امریکا کې ۴۸۰۰۰۰ وګړي د سګرټ څکونې له امله مړه کېږي.
په دې وروستيو کې دولتونو له دغو تباه کونکي ناروغیو څخه د بچېدو په خاطر خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي. مختلفې تګلارې يې په کار اچولي دي؛ چې له دغو تګلارو يوه يې د سګرټ ډبي د پاسه په سرطان اخته سړي انځور دی.
د یادې څېړنې په اساس د سګرېټ ډبي له پاسه ګرافيکي انځور ښايي په امريکا کې تر ۶۵۲۰۰۰ سګرېټیان له سګرټ څکولو منعه کړي، په داسې حال کې چې امريکا کې د سګرټ څکونکو ۵ سلنه تشکيلوي.
مجله ادعا کوي، چې د سګرېټ ډبي د پاسه انځوريز ګواښ په امريکا او نورو هېوادونو کې په لویانو او کوچنیانو ډېر اغیزمن ثابت شوی.
انګلستان، کاناډا او اسټرالیا هغه هېوادونه دي چې له ډېرې مودې په کې دغه ګرافیکي ګواښونه رواج دي. د څېړونکو په اند په ۸ کلونو کې په کاناډا کې له ۱۲ تر ۲۰ سلنه سګرټ څکوونکو شمېر کم شوی دی. همداراز په ۲۰۰۸م کې د اسټرالیا هېواد فيصدي له ۲۱.۳ نه ۱۹ ته را وغورځېده او انګلستان کې ۱۰ سلنه کمی راغلی.
د نړیوال روغتیايي سازمان د کنوانسیون له امله د نړۍ تر ۷۰ زیات هېوادونه د سګرټو ډبي باندې د تنباکو د کنترول لپاره ډول ډول اخطارونه لګوي. لکه برازیل کې چې د یو متورم کس عکس د ډبي دواړو مخو ته لګېدلی دی.
څېړنه زیاتوي چې په راتلونکو ۵۰ کلونو کې دغه پروژه پلان لري چې ۶۵۲۸۰۰ په سګرټو روږدې، ۹۲۰۰۰ د کم وزن ماشومانو زېږېدنه، ۱۴۵۰۰۰له وخته مخکې زیږېدنې پېښې او د ماشومانو ۱۰۰۰ د ناڅاپي مرګ پېښو مخه ونيسي.
ډېوېد لېوي وايي، چې «لوی انځوريز ګواښونه به په متحده ایالاتو کې د خلکو د عامې روغتیا ساتنه کې ډېر اغيزمن ثابت شي». نوموړي زیاته کړه چې یادو اخطارونو په څکوونکو زیاته اغېزه کړې، چې له امله به يې په مرګوني ناروغیو کې د پام وړ کمی راشي.
څېړونکې وايي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د سګرټو له امله ۱۶۷۳۳۳ کسه په سرطان اخته خلک مړه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې سرطان ۱۰۰ ډوله لري، ۱۲ ډوله يې د تنباکو له سګرټو څخه پېښېږي. په ۲۱۰۴م کال کې په امریکا کې ۲۸.۶ سلنه له سرطان څخه مړه شوي د سګرټو سرطان له امله وو. په ۲۰۱۴ کال کې د سګرټو له امله ۱۶۷۳۳۳ په سرطان اخته خلک مړه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button