«امريکا د نشهيي توکو پر پيسو داعش پياوړی کوي»
د امريکا د استخباراتي ادارې (CIA) يوه په کور ناستي کار کوونکي څرگنده کړې ده، چې داعش له هغو پيسو تمويلېږي، چې امريکا يې د نشهيي توکو د سوداگرۍ له لارې ترلاسه کوي.
د امريکا د استخباراتي ادارې د اطلاعاتو پخوانی شنونکی جان ابوسټفرډ چې له نهو مياشتو بند تېرولو وروسته خوشې شوی دی وايي، واشنگټن د نړۍ بېلا بېلو برخو کې د داعش ډلې ملاتړ کوي، څو پر مټ يې خپل ضد دولتونه او ډلې وځپي. دی وايي، امريکا د دې ډلې د تمويل لپاره د نشهيي توکو له سوداگرۍ ترلاسه کړې پيسې لگوي.
کابل نيوز د سي آی ای د دغه کارکوونکي په قول زياته کړې ده، چې امريکا پر افغانستان د پخواني شوروي له يرغل راوروسته د کوکنارو کښت او د نشهيي توکو سوداگري په منظم ډول کنټرولوي.
د يادې استخباراتي ادارې هغو کارکونکو چې دا مهال د ځينو پټو اسنادو د خپرولو له امله تر فشارونو لاندې دي اعتراف کړی، چې سي آې ای له شپېتو کلونو را په دې خوا د نشهيي توکو کار وبار کوي او اوس يې يو ځل بيا له همدې سوداگرۍ په ترلاسه کېدونکو پيسو د داعش ملاتړ پيل کړی دی، څو په منځني ختيځ کې جگړه پر مخ يوسي او له دې لارې د تيلو بيې راټيټې او سرچينې يې په خپل لاس کې واخلي.
جان ابوسټفرډ ويلي، چې ده هم په دې سوداگرۍ کې ونډه اخيستې: «زه شرمېږیم چې وايم ما څو ځلې افغانستان کې د نشهيي توکو په قاچاق کې ونډه اخيستې ده، ډېر ځله ما هڅه وکړه، چې ځان پر دې قانع کړم، چې موږ دا سوداگري د ښو موخو لپاره کوو، خو دا کار اوس هم ما ځوروي او نور دا عذاب نه شم زغملی».
گلوبل ريسرچ د روان کال په جولای مياشت کې په خپله يوه څېړنه کې ادعا وکړه، چې سي آې ای د افغانستان له کوکنارو په ترلاسه کېدونکو پيسو خپل پټ عمليات پر مخ وړي. دې څېړنه کې ويل شوي وو، چې د دې هېواد نشهيي توکي اروپا او نورو هېوادونو ته د الوتکو او بېړيو له لارې لېږدول کېږي. په دغو الوتکو او بېړيو کې له افغانستانه د نړۍ هېوادونو ته د قاچاق کېدونکو نشهيي توکو اندازه نوي سلنه ښودل شوې ده، چې د امريکا تر واک لاندې دي.
دوه اوونۍ وړاندې د ملگرو ملتونو تازه راپور وښوده، چې افغانستان کې د کوکنارو کر کې سږ کال د تېر په پرتله لس سلنه ډېروالی راغلی دی. د دې سازمان له نشهيي توکو سره د مبارزې دفتر په خپل دغه راپور کې وويل، چې ۲۰۱۵ز کې د افغانستان پر ۱۸۳زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو خو ۲۰۱۶ کې پر دوه سوه او يو زره هکټاره ځمکه کرل شوي دي. راپور څرگنده کړې وه، چې سږکال د کوکنارو حاصل هم د نورو کلونو په پرتله ډېر و، چې مخکې يو هکټار ځمکې شاوخوا اتلس کيلو گرامه اپين کړی و، خو سږ کال يې نږدې څلرويشت کيلوگرامه اپين کړی دی.