د پارلمان غړی: د وزيري خبرې دا معنا لري چې دولت له ملت سره جنگېږي
د ولسي جرگې غړي عبد القادر ځاځي د کندوز د وروستيو بمباريو په اړه د ملي دفاع وزارت د وياند دولت وزيري د څرگندونو په غبرگون کې ويلي، چې د نوموړي خبرې دا معنا لري، چې دولت له خپل ملت سره په جگړه بوخت دی. وزيري پرون د نړيوالو ځواکونو له وياند سره په گډه خبري ناسته کې په دې اړه ويلي وو، چې دغه بمباري يې له دقيقو استخباراتي معلوماتو وروسته کړې ده.
وزيري زياته کړې ده، چې دغو عملياتو کې طالب وسله وال وژل شوي دي، خو د سيمې خلک وايي، چې ټول قربانيان ولسي وگړي دي، چې مړه او ټپيان يې ټول شاوخوا سل تنه کېږي.
افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو وياند جنرال چارلس کليفلنډ هم څرگنده کړه، چې افغان او بهرنيو ځواکونو دا بمبارۍ له ځان د دفاع په خاطر کړې دي، چې شونې ده، ولسي وگړي هم په کې وژل شوي وي.
خو د ولسي جرگې غړي عبد القادر ځاځي دغه بريدونه په سختو ټکو غندلي او دا يې د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف بللي دي. ښاغلي ځاځي زياته کړې ده، چې ولسي جرگه په دې اړه د دوشنبې په ورځ بحث لري او يو پلټونکی پلاوی هم د دې پېښې د څېړلو لپاره ټاکي.
بل پلو مدني فعالانو هم د کندوز پر خلکو د امريکايي ځواکونو وروستۍ بمباري په کلکه غندلې او دا يې له واشنگټن سره د شوي امنيتي تړون پايله بللې ده.