بگرام کې د مېشتو امریکايي ځواکونو دفتر منلې چې د دوی دوه تنه سرتېري چې د کندوز جگړه کې ټپیان شوي وو، د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده.
د امریکايي سرتېرو د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندوز جگړه کې څلور امریکايي سرتېري ټپیان شوي، چې له دوی څخه دوه تېره ورځ مړه شول او پاتې دوه نور لا هم تر درملنې لاندې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغو امریکايي سرتېرو کندوز کې افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې دندې درلودې چې د شپې پر وخت ډزې پرې وشوې او ټپیان شول.
د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسون امریکايي سرتېرو ته په اشارې وویل: «د نن ورځې پېښه ډېره بوږنوونکې وه او موږ به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوو.»
کندوز کې له څه مودې راهيسې د امریکايي او افغان ځواکونو له لوري له طالبانو سره درنه جگړه روانه ده. امریکايي ځواکونه د هوايي بمبارۍ له لارې له افغان سرتېرو سره مرسته کوي. پرون د پنجشنبې په ورځ هلته د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې شاوخوا ۳۰ تنه ښځې او ماشومان هم شهيدان شول، چې له امله يې ځايي خلک سخت پارېدلي دي.