راسموسن: امریکا ته په نړیوالو شخړو کې له لاسوهنې پرته بله لار نه شته
د ناټو پخواني سرمنشي انډرس فوگ راسموسن څرگنده کړې ده، چې امريکا له دې پرته بله لار نه لري، چې په راتلونکې کې په نړيوالو شخړو کې فعاله لاسوهنه وکړي. نوموړی په دې باور دی، چې د نړۍ د ستونزو د اواري لپاره د امريکا مداخلو ته اړتيا ده او دغه هېواد بايد راتلونکې کې په دې برخه کې فعال وي.
راسموسن دا څرگندونې په داسې مهال کې کوي، چې اوس هم امريکا د نړۍ په نږدې هره لويه شخړه کې په مستقيم يا غير مستقيم ډول په لاسوهنه تورنه ده.
د ناټو پخواني سرمنشي له سکای نيوز ټلويزيون سره خبرو کې ويلي: «نړۍ د امریکا مشرۍ ته اړتيا لري او امريکا بايد په دې برخه کې غوڅ دريځ ولري».
راسموسن پر اوسني امريکايي ولسمشر بارک اوباما چې د واک موده يې په ختمېده ده، نيوکه کړې، چې په ډېره بې پروايۍ يې له پوځي ځواکه گټه اخيسته.
هغه وويل: «سوريه په جگړه اخته ده، عراق د ماتې پر پوله ولاړ دی، ليبيا د افريقا په شمال کې ناکام دولت دی او چین خپل زور ښيي». هغه يوکراين کې د روسيې موجوديت ته په اشاره زياته کړه: «روسيه پر يوکراين بريد کوي او په ختيځه اروپا کې اوضاع بې ثباته کوي».
راسموسن وايي، له همدې کبله د امریکا راتلونکی ولسمشر له دې بله لار په مخ کې نه لري، چې په فعاله توگه د نړۍ په شخړو کې لاسوهنه وکړی.