د سولې د عالي شورا غړی او د پخواني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي پرون د جهادي او ملي گوندونو شورا په غونډه کې وویل چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د بې ثباتۍ په لور ټيل وهي. د جهادي او ملي گوندونو شورا پرون په کابل کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو په تړاو غونډه کړې وه.
جهادي او د ملي ګوندونو شورا چې کال وړاندې په کابل کې د پخوانیو جهادي او ملي مشرانو له لوري تاسیس شوه د ملي ګټو د خوندي کولو له پاره یې په حکومت گڼې نیوکې کړي دي. کریم خلیلي او صبغت الله مجددي په رسنیز کنفرانس کې پر حکومتي مشرانو غږ وکړ چې خپلمنځي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او ملي ګټو ته دې لومړيتوب ورکړي.
خلیلي دغه راز زیاته کړه چې افغانستان اوس له یو حساس تاریخي پړاو څخه تېرېږي او باید مشران پرېنږدي چې افغانستان د ګډوډۍ او کړکیچ په لور لاړ شي. هغه همدارنگه زیاته کړه چې روان بدلونونه باید افغانستان اغېزمن نه کړي او موږ د سیمې له هېوادونو د ښو اړیکو غوښتونکي یو او هیڅ هېواد دې دا هیله نه لري چې افغانستان په نیابتي جگړې کې استعمال کړي.
صبغت الله مجددی هم د غونډې گډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د ولسمشر له لومړي مرستیال او له ولسمشر سره یې خبرې کړي چې خپلمنځي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او سره پخلاینه وکړي. ده همدا راز هیله ښکاره کړه چې دواړه به ډېر ژر خپل منځ کې روغه وکړي.
کریم خلیلي د نیابتي جگړې یاد ځکه وکړ چې په دې وروستیو کې د ایران او سعودي، روسیه او امریکا تر منځ په افغانستان کې د نیابتي جگړې گونگوسې ډېرې شوي دي.