افغانستان

افغانستان پر مکه مکرمه د حوثيانو توغندويي بريد وغانده

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د حوثي وسله والو له لوري پر مکه مکرمه توغندويي بريد غندلی دی. د سعودي عربستان دفاع وزارت تېره اوونۍ خبر ورکړ، چې حوثيانو د يمن له خاورې پر مکه مکرمه يو ستر توغندی توغولی و، خو د سعودي توغندي ضد سيسټم په ډېر لرې واټن کې له منځه يووړ.

کابل کې د سعودي سفارت هم وروسته په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړه او حوثيان يې په کې د ټولې اسلامي نړۍ دښمنان وبلل، ځکه چې د هغوی قبله مکه مکرمه هم په امن کې نه پرېږدي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو د حوثيانو دغه بريد په کلکه غندلی دی. وزارت زياته کړې ده، چې د افغانستان حکومت او خلک د مسلمانانو پر سپېڅلي ښار چې د الله کور هم هلته دی، د حوثيانو له لوري بريد سخت اغېزمن کړي دي.

خبرپاڼه کې دي: «د افغانستان حکومت په دې باور دی، چې د دا ډول کړنو دوام به سيمه او اسلامي نړۍ کې حالات لا پسې خراب کړي او يمن کې به د تلپاتې سولې له پاره د نړيوالې ټولنې هڅې له خنډ سره مخ کړي».

بل پلو حوثي جگړه مارو څرگنده کړې ده، چې هدف يې د مکې ښار نه و، بلکې جده يې نښه وه. دا دواړه ښارونه د يمن له لوري په يوه ليکه پراته دي. يمن کې دا مهال د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو له لوري د حوثي جنگيالو پر ضد جگړه روانه ده او دغه جنگيالي هم وخت ناوخت د سعودي خاوره په توغنديو ولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button