خبرونهسلايډ

کابل کې سعودي سفارت د مکې پر لور د حوثیانو له لوري د توغندیو په تړاو خبرپاڼه خپره کړې

کابل کې مېشت د سعودي سفارت چارواکو د حوثیانو له لوري پر مکې مکرمې د توغول شوو توغندیو په تړاو خبرپاڼه خپره کړې ده. اوونۍ وړاندې د سعودي د دفاع وزارت خبر ورکړ چې حوثیانو د مکې مکرمې په لور توغندي توغولي دي. چې له مکې مکرمې څخه په ۱۶۰ کیلومترۍ کې شنډ شوي دي.

حوثیانو د سعودي دغه خبره ردوي او وايي چې دوی غوښتل چې د جدې د ښار نظامي هوايي ډګر په نښه کړي نه د مکې مکرې ښار. د مکې مکرمۍ او جدې ښارونه د یمن له لوري په یو لیکه پراته دي. د سفارت په خبرپاڼې کې دغه راز راغلي چې د حوثي ملیشو بریدونه او توغندي د سعودي تر پولو پورې محدود پاتې نه شول بلکې د وحي او د مسلمانانو د قبلې «مکې مکرمې» پورې راورسېدل.

دا لومړی ځل دی چې د سعودی سفارت په کابل کې د حوثیانو د یرغلونو په تړاو خبرپاڼه خپروي. د سعودي سفارت د دې خبرپاڼې له خپرولو څخه موخه دا وه چې افغانانو ته خبر ورکړي چې حوثیان د ټولو مسلمانانو دښمنان دي او په دې دښمنۍ کې پر هیڅ څیز دریغ نه کوي.

د ۲۰۱۵ز کال په مارچ کې سعودي حکومت د حوثي ملیشو په ضد ائتلاف جوړ کړ او پر یمن یې هوايي بمباري شروع کړه. تر دې دمه دې بمبارۍ کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې او حوثیان لا هم د یمن په ډېرې برخې باندې واکمن پاتې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button