کولمبيا د انسانانو سوداگرۍ او جنسي مرييتانه کې تر ټولو وړاندې ده
د امريکا د بهرنيو چارو وزرات په خپل کلني راپور کې د انسانانو پېر وپلور او جنسي مرييتانه کې د جنوبي امريکا کولمبيا ښار تر ټولو وړاندې بللی دی. دغه راپور څرگنده کړې ده، چې د کولمبيا حکومت د دغې سوداگرۍ او مرييتانه د له منځه وړلو لپاره د نشت برابر هڅې کړې دي.
له دې راپور سره سم کولمبيا کې د انسانانو خرڅول، په جنسي توگه د هغوی غلامول او د پيسو ترلاسه کولو لپاره زنا ته وړاندې کول ښه په زور کې دي. د دې چارو ښکار خلک ډېری مېرمنې او کوچنيان دي.
سي ان ان تلويزيوني شبکې د بېلگې په توگه د همدغو نجونو له ډلې له دوو سره ليدنه کړې ده. له هغوی څخه يوې مېرمن ايسټراډا هينکابييه سي ان ان ته وويل: «زه څلور کلنه وم، هغه غوښتل زما بدن وويني، تر دې چې حمام (لامبا) ته يې هم په کرار نه پرېښودم». دغه ښځه وايي، چې دا په داسې حال کې رالويه شوه، چې د کورنۍ د يوه ملگري له لوري په پرلهپسې توگه تر جنسي ځور او گټې اخيستنې لاندې وه، تر دې چې پای کې د نجونو يوه کورته ولېږدول شوه او هغه مهال لس کلنه وه، هغې هلته له «سلفيا» سره وکتل.
سلفيا چې اوسمهال يوه مسلکي انځورگره ده، په يوولس کلنۍ کې د «کوچنيانو کور» ته بېول شوې وه. يو ټولنيز فعال وايي، چې يوې مېرمنې وروسته له هغه هلته بوتلله، چې د يوه پله لاندې يې په خاورو خزلو کې ناسته وليده.
سلفيا څرگندوي، چې له کوچنيتوبه ورسره بد چلن پيل شو او زنا ته اړ کړل شوه، څو پر نشهيي توکو روږدي يوه خپلوان ته پيسې وگټي.
هغې سي ان ان سره خبرو کې وويل: «زه يوولس کلنه وم، چې ښوونځي ته له تگه ايساره شوم او راته وويل شو، چې موږ د خوړو پوره پيسې نه لرو. خو داسې نه وه، اصل کې موږ بايد د هغه نشې ته پيسې گټلې وی، چې د همدې لپاره زنا ته اړ شوم».
دا ستونزمنه ده چې يوازې پر سړک د انجلۍ له ليدو سره وپوهېږې، چې هغه د مرييتوب ښکار ده. د مرييتوب په اړه د ۲۰۱۶ز کال د نړيوال راپور له مخې په ټوله جنوبي امريکا کې کولمبيا د دې سلنې په سر کې ده، چې قربانيان يې تر ډېره کوچنيان دي.
ډيليا سټاين وايي: «موږ ځينې داسې نجونې پېژنو چې د زېږېدو له وخته د دې سوداگرۍ ښکار دي، تر دې چې کله دوی زموږ له کوم پروگرام سره مخ کېږي، په کومه معلومه ژبه غږېدای هم نه شي او يوازې چيغې او سورې وهي، دا ځکه چې د پيدايښت له وخته په جنسي توگه ترې گټه اخيستل شوې ده».
اغلې سټاين د «يتيمانو کور» په نامه يوې ادارې سره کار کوي، دغه اداره د لاتيني امريکا ډېرو برخو او نوره نړۍ کې له لسو زرو ډېرو کوچنيانو ته د زدهکړو سکالرشېپونه او د کسبونو خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړې زياتوي: «هغه که هر وطن وي، چې ته ورته سفر کوې، د دې نجونو د جنسي سوداگرۍ او مرييتانه کيسې به دې له زړه وينې توی کړي».
د هغې په وينا دوی له بد چلنه راتښتېدلي، له زنا راتښتېدلې دي: «موږ د انساني خرڅلاو او جنسي مرييتوب ښکار ځينې نجونې پېژنو، دوی چې په نوم سړی وگوري، خپلې جامې وغورځوي، دا ځکه چې دوی د خپل ژوند له ارزښته خبرې نه دي. هغوی ځان ته يوازې د توکو په سترگه گوري او نه پوهېږي چې انسانان دي».
د نړۍوالو څېړنو او راپورونو پر اساس د امريکا او نورې غربي نړۍ په ځينو سيمو کې د انسانانو د خرڅلاو او جنسي غلامۍ ځانګړي بازارونه جوړ دي، چې د نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو ورته کوچنيان راتښتول کېږي او هلته بيا له يوه حيواني برخليک سره مخ وي.