نثر
عجیبه وحې / له پنده ډکه کیسه
ژباړن : عطا محمد میاخېل
الله (ج) په خپل یوه پیغمبر باندې وحې وکړه : سبار سهار، چې لومړی څیز په مخه درغی، نو وې خوره، دویم پټ کړه، درېیم ومنه، څلورم مه ناهیلی کوه او له پنځم څخه وتښته ! د الله (ج) پیغمبر سهار له کوره بهر شو، لومړی له یوه تور غره سره مخامخ شو، څو شېبې ودرېده او له ځان سره یې وویل : خدای (ج) امر کړی، چې دا غر وخورم . حیران شو، چې څنګه یې وخوري ! هغه مهال یې ذهن ته یو څه راغلل او وې ویل : الله (ج) په ناشوني څیز باندې امر نه کوي، هرومرو دا غر خوړنیز دی . د غره په لور وخوځېده، هرڅومره چې وړاندې ته، نو غر به کوچنی کېده، په پای کې غر د یوې مړۍ په بڼه را څرګند شو، کله یې چې وخوړ، نو وې لیدل، چې تر ټولو خوندور څیز دی .
له هغه ځایه چې تېر شو طلایي طشت را څرګند شو . له ځان سره یې وویل : الله (ج) امر کړی، چې دا پټ کړم، یوه کنده یې وکینله، طشت یې پکې کېښوده او خاوره یې پرې واړوله. څو شېبې وروسته یې شاته وکتل، ګوري چې طشت له ځمکې څخه را بهر شوی او ښکاري . له ځان سره یې وویل : ما د خدای (ج) امر پرځای او طشت مې پټ کړ .
وروسته له یوه الوتونکي سره مخ شو، چې ښکاري باز څاره، الوتونکی راغی او شاوخوا ترې تاو شو . د الله (ج) پیغمبر له ځان سره وویل : خدای (ج) امر کړی و، چې دا ومنم، خپل لستوڼی یې پرانیست او الوتونکی د پیغمبر لستوڼي ته ننوت . ښکاري باز وویل : اې د الله (ج) پیغمبره ! زما ښکار دې را نه واخیسته، څو ورځې کېږي، چې هغه څارم . پیغمبر له ځان سره وویل : الله (ج) امر کړی و، چې دا نا هیلی نه کړم، له خپل ورانه څخه یې یوه اندازه غوښه را پرې کړه او هغه ته یې ورکړه او له هغه ځایه هم تېر شو . ناڅاپه یې د خوسا غوښې یوه ټوټه ولیده، له ځان سره یې وویل : د الله (ج) له امر سره سم باید ترې وتښتم .
له دې هرڅه څخه وروسته بېرته کورته را وګرځېده، د شپې په خوب کې ورته وویل شول: خپل ماموریت دې په ښه توګه ترسره کړ، آیا د دې ماموریت په حکمت پوه شوې او ولې دا ډول ماموریت درکړل شو ؟
ځواب یې ورکړ : نه ! پوه نه شوم .
وویل شول : له غره څخه موخه غوسه وه، د غوسې پرمهال انسان د غوسې د ستروالي په وړاندې خپل شخصیت له لاسه ورکوي، مګر که چېرې خپل شخصیت وساتي او د غوسې اور مړ کړي، نو راتلونکې به یې د یوې خوږې مړۍ په بڼه را څرګنده شي .
له طلایي طشت څخه موخه صالح عمل او نېک کار دی، کله چې انسان یې پټ کړي، نو الله (ج) یې ښکاره کوي، ترڅو په هغه سره خپل بنده ښکلی او سینګار کړي، سر بېره پردې، چې په آخرت کې یې اجرونه او ثوابونه ورته ټاکلي دي .
له الوتونکي څخه موخه پند ویونکی سړی دی، چې تاسو ته پندونه درکوي، باید هغه ومنئ او په خبرو باندې یې عمل وکړئ .
له ښکاري باز څخه موخه اړمن شخص دی، چې نباید هغه ناهیلی کړئ .
له خوسا غوښې څخه موخه غیبت او په خلکو پسې بده وینا ده، باید له هغې څخه وتښتئ او نباید د چا غیبت وکړئ .