د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند رسنیو ته ویلي چې ولسي جرګه ورځنۍ بوختیاوې نه لري. د ویاند له دې څرګندونو څخه وړاندې ولسي جرګې په حکومت نیوکې کړې وې چې ګواکي د خپلمنځي اختلافاتو او یو بل باندې د تورونو د پورې کولو له امله به ولس نا امیده شي او په کار ده چې دا اختلافات له منځه ولاړ شي.
ځینو وکیلانو وړانديز کړی و، چې ولسي جرګه بايد د حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو او امنیتي ننګونو د لمنځه وړلو له پاره طرحه جوړه کړي. دوی زياته کړې وه، چې د حکومتي چارواکو اختلافات د ټولنې په ټولو ابعادو اغېز لرې، افغانان اوسمهال د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او امنیتي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي.
ارګ د وکيلانو څرگندونې ردوي او وايي چې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات جدي نه دي. د ولسمشر ویاند شاهحسین مرتضوي وايي چې ولسي جرګه کومه بوختیا نه لري او د دې پر ځای چې حکومت ته طرحې جوړې کړي باید دغه طرحې د خپلو ستونزو د حلولو له پاره وکاروي.
دوه اوونۍ وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ملي وحدت پر مشرانو نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه توکمپالنه کوي او هر یو خپلو خلکو ته ارزښت ورکوي که چېرې دوی په کار هم نه پوهېږي. داسې ښکاري چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو تر منځ همغږي نه شته، تر دوستم وړاندې اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم په ولسمشر غني نیوکې کړې وې چې ګواکې ده ته وخت نه ورکوي چې د حکومت په چارو کې ورسره کتنې وکړي.