افغانستان

ولسي جرگې د بهرنيانو د خپلسرو بريدونو په اړه د حکومت پر چوپتيا نيوکه کړې

ولسي جرگې د بهرنيانو د خپلسرو بريدونو په اړه د حکومت پر چوپتيا نيوکه کړېد ولسي جرگې غړو هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو هوايي بريدونو په اړه د ملي يووالي حکومت پر چوپتيا نيوکه کړې ده.

دوی وايي، چې په دې وروستيو کې د بهرنیو ځواکونو بریدونه خورا ډېر شوي، چې له امله يې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده. خو د دوی په وينا حکومت په دې هر څه چوپ دی.

په خپله د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان هم د دې پخلی کوي، چې جگړه کې د پوره واک له ترلاسه کولو وروسته يې افغانستان کې سلگونه هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې زرگونه بمونه ورولي دي. خو ډېری دغو بريدونو کې ملکي کسانو ته درنه مرگ ژوبله اوړي.

امريکايي ځواکونو وروستيو کې ننگرهار کې څو ځل د ولسي وگړو کورونه بمبار کړل، چې لسگونه ولسي خلک په کې مړه او ژوبل شول. په يوه تازه پېښه کې د ننگرهار شېرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې له شلو ډېرو ملکيانو ته مرگ ژوبله واوښته.

د ولسي جرگې غړو عبد الستار خواصي او ميرويس ياسيني په دې اړه وويل، چې بهرنيان لا هم پر ملکي سيمو خپلسري بريدونه کوي، خو حکومت يې پر خلاف غږ نه پورته کوي، چې دا د پوښتنې خبره ده.

سره له دې چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ولسونه د دا ډول بريدونو خلاف دي او بيا بيا يې پر ضد لاريونونه هم کړي، خو امنيتي چارواکي وايي، چې دا بريدونه له دوی سره په همغږۍ کېږي او بهرنيان هيڅ بريد په خپل سر نه شي کولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button