ټکنالوجيسلايډ

ترکيې تر ټولو پرمختللې ماشينگڼه او تمانچه جوړې کړي

ترکيې په دې وروستۍ اوونۍ کې د دې هېواد له لوري د نړۍ په سطحه د پرمختللې ماشينگڼې او تمانچې له جوړولو خبر ورکړی دی.

دغه هېواد د لومړي ځل لپاره داسې ماشينگڼه جوړه کړې ده، چې د مرمۍ شړلو لپاره بارودو ته اړتيا نه لري او د الکترو مقناطيسي انرژۍ پر مټ مرمۍ توغوي. دغه وسله ساپان نومول شوې ده.

ترکيې د دې وسلې د جوړولو چارې په ۲۰۱۴م کې پيل کړې وې او اوسمهال يې لومړنۍ نمونه کارونې ته تياره شوه.

د دې وسلې جوړوونکي انجنيران وايي، چې د وسلې د کارولو لپاره د قوماندې ځانگړی مرکز جوړ شوی، چې مرمۍ هدف ته تر رسېدو پورې کنټرولوي. دوی زياتوي چې د توغول شوې مرمۍ سرعت د غږ د سرعت په پرتله لس برابره ډېر دی.

12

د ترکيې د برېښنايي دفاعي صنايعو شرکت او د پوهنې او ټکنالوژۍ ادارې ويلي، چې دغه وسله به په راتلونکې کې د اوسنيو ماشينگڼو ځای ونيسي.
دوی وايي، دا چې ماشينگڼه د بارودو پر ځای د الکترو مقناطيسي انرژۍ نه گټه اخلي، لگښت يې د نورو وسلو په پرتله ډېر لږ دی.

تمانچه:

ترکيې دغه راز تېره اوونۍ اعلان کړه، چې د «ام سي ۲۸ اس ای» په نامه يې داسې تمانچه جوړه کړې، چې د مرميو په توغولو کې د ناټو له معياره په شپږ واره پورته ده.

دغه تمانچه د ترکيې شمال ولايت کيراسون کې د «گيرسان» شرکت له لورې جوړه شوې، دا شرکت د نړۍ څلوېښتو هېوادونو ته وسله صادروي.

د شرکت مدير يوسف نسيل وايي، چې تمانچه د بلې هرې عصري تمانچې په څېر د امنيت او سلامتۍ ځانگړتيا لري، د دې تر څنگ تمانچه کې داسې مېخ يا ستن شتون لري، چې د تومانچې د خوندې کارونې اختيار تا ته درکوي، او د هر چا خوښه چې له دې ستنې کار اخلي او که لرې کوي يې، دا ځکه چې د نړۍ ډېری امنيتي ځواکونه د بريدونو پر مهال خوندي کارونه نه غواړي.

د نسيل په وينا تمانچه پرته له دې چې لاستی يا شاجور يې وخوځول شي، له نهو تر څلوېښت ملي متر کاليبره انتقالېږي، چې دا ځانگړتيا د نړۍ بله هيڅ تمانچه کې نه شته.

14

نسيل څرگنده کړه، چې د ناټو له معيار سره سم تمانچه لس زره مرمۍ توغوي، خو د ترکيې د امنيتي ځواکونو هغه پنځلس زره مرمۍ توغوي، په داسې حال کې چې نوې جوړې شوې تمانچه له شپېتو زرو ډېرې ډزې کولی شي. دی وايي، د خپلو مشتريانو له غوښتنو سره سم به د تمانچې بېلا بېل ډولونه جوړ کړي.

شنونکي په دې اند دي، چې ترکيه به په نږدې راتلونکې کې د وسلې په برخه کې پر ځان بسيا شي او له بل هيڅ هېواده به د وسلې د پېرلو اړتيا ورته پاته نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button