نړیوال بانک له افغان حکومت سره ۱۲۰ ملیونه ډالره مرسته کړې چې دغه مرسته به په ټولنیز اسانتیاو، پاکو اوبو او مالي نظام د پرمختګ لپاره وکارېږي. د نړیوال بانک چارواکو ویلي چې د دې مرستې ۱۰۰ ملیونه ډالره به په وروسته پاتې سیمو او څلورو سترو ولایتونو کې د پاکو اوبو د سیسټم په جوړولو کې مصرف شي.
د نړیوال بانک د خبرپاڼې له مخې د دې مرستې له کبله به شاوخوا درې نیم ملیونه افغانان پاکو او صحي اوبو ته لاسرسۍ پیدا کړي. تر دې دمه د افغانستان په لرې سیمو کې لږ خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د نړیوال بانک مشر رابرت سام ویلي چې پاتې شل ملیونه ډالر به د افغانستان بانک د اصلاحاتو او پراختیا په لار کې مصرف شي. سام دغه راز زیاته کړې چې د دې مرستو تر ټولو ستره موخه دا ده چې په افغانستان کې بېوزلي او لوږه له منځه یوسي.
له امنیتې ستونزو وروسته بېوزلي د افغانستان د حکومت تر ټولو ستره ننگونه ده. د نړیوال بانک د احصایو له مخې ۳۶٪ افغانان د غربت له کرښې لاندې ژوند کوي.