روانې چارېسلايډ

د شمېرنو له مخې افغانستان کې د امريکا پنځلس کلنه ناکامي

د څېړنو او شمېرنو نړيوالو مرکزونو افغانستان کې د پنځلسو کلونو په تېرېدو، په خپلو څرگندو موخو کې د امريکا او ايتلافي ځواکونو ناکامۍ ته اشاره کړې ده.

د ۲۰۰۱م د سپتمبر د يوولسمې له پېښې نږدې يوه مياشت وروسته امريکايي ځواکونه د افغانستان د خاورې په گڼو سيمو کې خپاره شول او بله مياشت لا نه وه تېره، چې د نومبر په څوارلسمه نېټه کابل سقوط وکړ او د وخت امريکايي ولسمشر جارج ډبليو بوش (زوی) د طالبانو د واکمنۍ ړنگېدل اعلان کړل.

امنیتي ناکامي:

د بوش د واکمنۍ دوه دورې د القاعده او طالبانو د له منځه وړو يا کابل کې د نوي نظام له ټينگښت پرته تېرې شوې او بارک اوباما سپينۍ ماڼۍ ته له راتگ سره سم له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ويستلو ژمنې وکړې، خو دا دی اوس يې اته کلونه نږدې په ختمېدو دي، خو د خپلو ژمنو لږه اندازه يې هم عملي نه کړه، چې ويل به يې چې افغانستان کې به د امريکايي عسکرو د پاتې کېدا شمېر را کم کړي، دغه ځواکونه اوسمهال نهه زره او اته سوه دي او اوباما ژمنه کړې، چې د خپل واک له پای ته رسېدو سره به يې پنځه زره او پنځه سوه ته راکم کړي.

عراق نه د امريکايي ځواکونو له وتو سره همهاله (له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۱م) افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ډېرېده، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په پنځلسمه د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې له راپور سره سم د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر سل زرو ته ورسېد، دغه شمېره تر ۲۰۰۸ پورې يوازې دېرش زره وه، له ۲۰۱۱ وروسته دغه ځواکونه د ځمکنیو حقايقو بدلون کې د ناکامۍ له امله بېرته په کمېدو شول.

برعکس د طالبانو تحريک وتوانېد چې په پوځي ډگر کې نيمه ثابت پاتې شي، د جگړو د امريکايي څيړنيز مرکز (ISW) له راپور سره سم د طالبانو تحريک وتوانېد چې تېرو کلونو کې –تر روانې مياشتې- د هېواد په دريمه برخه خپله ولکه وساتي، که څه هم دا ولکه په بېلو بېلو سيمو کې وه.

پرمختيايي ناکامي:

د برتانيې اکسفورډ پوهنتون کې د شمېرنو مرکز د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه يوه راپور کې څرگنده کړه، چې له ۲۰۱۱ راپه دې خوا تر ۲۰۱۵ پورې واشنگټن افغانستان کې اته نيم مليارده ډالر لگولي دي، چې له نيمو ډېر يې په ځانگړي ډول په وروستيو درې کلونو کې پرمختيايي برخو ته ځانگړي دي.

خو بل پلو راپور له ۲۰۱۴ راهيسې د افغان کډوالو په شمېر کې بې ساري ډېرېدو ته اشاره کړې، اروپا ته د تلليو افغان کډوالو شمېر له عراقيانو ډېر و او په ځينو مرحلو کې ان د سوريايي کډوالو شمېر ته رسېدل، دا سره له دې چې د افغانستان او اروپا تر منځ واټن له هغه واټنه دوه برابره ډېر دی، چې د اروپا او سوريې او عراق تر منځ دی.

د اپينو د حاصل ډېرښت:

نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې امريکايي مرکز (UNODC) د روانې مياشتې په پنځمه نېټه يوه راپور کې څرگنده کړه، چې افغانستان کې د اپينو په کر او حاصل کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر زياتوالی راغلی، دغه مرکز له ۱۹۹۴م راهيسې د افغانستان د اپينو او کوکنارو په اړه راپورونه ورکول پيل کړې وو.

دا افغانستان کې د امریکا او هغو هېوادونو یوه بله ماتې بلل کېږي، چې پر افغانستان بريد کې يې د امريکا ملگرتيا کړې، په ځانگړي ډول کله چې د راپور دې برخې ته نظر وشي، چې د دغو حاصلاتو صفر سلنه يې له منځه وړل شوي او پلازمېنې کابل ته نږدې په سترو سترو ځمکو اپين کرل شوي دي.

دا يو ستر توپير دی، ځکه د ۲۰۰۱م کال په پيل کې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن و، د (UNODC) راپور وښوده چې دې هېواد کې «د اپينو کر بالکل له منځه وړل شوی دی»،  همدې ادارې ويلي وو، چې له دې مخکې په دوه اتيا زره هکټاره ځمکه اپين کرل کېدل، خو ۲۰۱۴م کې پر دوه سوه او څلرويشت زره هکټاره ځمکه وکرل شول او تمه ده، چې روان کال دا شمېره نوی ريکارډ جوړ کړي.

هغه مهال چې طالبان د اپينو او نشه‌يي توکو په له منځه وړو کې بريالي شول، دې کار نړيوالو رسنيو کې زوږ جوړ کړ، برتانوۍ ورځپاڼې هغه مهال –د ۲۰۰۱م د اپريل په لومړيو کې- د «د اپينو نړيواله سرچينه له منځه يووړل شوه» تر عنوان لاندې خبر خپور کړ. او نيويارک ټايمز وليکل، چې طالبان پر خاشخاشو بنديز کې بريالي شول.

ويل کېږي، چې د ۲۰۱۱م د نومبر په وروستيو کې د قطر په کوربه‌توب د امريکايانو او طالبانو تر منځ د سولې په اړه پټې خبرې شوې وې، دا وروسته په ۲۰۱۲ کې ښکاره شوه او د سيمې نور هېوادونه هم په کې ورگډ شول، خو تر اوسه يې د پام وړ پايله ونه لرله، يوازې دا چې دا له ۲۰۰۱م را په دې خوا د هغه سياست پر ناکامۍ يو بل دليل دی، چې واشنگټن يې پر مخ وړي، دغه سياست افغانستان کې د لسگونو زرو وژنو، ژوبلو، کډواليو او د لا ډېر توندلاريتوب پلو ته د افغانستان له ټېل وهلو پرته بله هيڅ نتيجه ورنه کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button