افغانستانسلايډ

له دوستم وروسته احمد ضيا مسعود پر حکومت نيوکې پيل کړي

په داسې حال کې چې د حکومت پر خلاف د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستيال، جنرال دوستم له څرګندونو ډېر وخت نه دی وتلی، په ښه حکومتولۍ کې د ولسمشر مشاور، احمد ضيا مسعود هم پر حکومت نيوکې کړې دي.

د طلوع تلويزيون راپور وايي چې مسعود دغه نيوکې پرون، د پنجشنبې په ورځ په استالف کې په يوه غونډه کې کړي دي. مسعود ويلي دي چې د ملي وحدت حکومت کې اختلافات ډېر زيات دي.

د ولسمشر مشاور او د ټاکنيز کمپاين پر مهال دغه ملاتړي ويلي دي چې په حکومت کې د شته اختلافاتو له امله ولايتونه او ولسوالۍ سقوط کوي. احمد ضيا زياته کړې ده چې دا د حکومتي چارواکو سياسي او نظامي مديريت کمزوري ده.

مسعود دغه راز د حکومت پر چارواکو غږ کړی چې خپلمنځي اختلافات حل کړي. هغه ګواښ کړی چې که چېرته حکومت په خپل منځ کې اختلافات حل نه کړي، ملت به بديل ته لاس اوږد کړي، خو هغه څرګنده نه کړه چې له بديل څخه يې موخه څه ده.

احمد ضيا مسعود دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې نه يوازې د حکومت د اجرايه رياست او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ اختلافات ډېر شوي، بلکې په هر ټيم کې خپل منځي اختلافات هم تاوده دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button