روانې چارېسلايډ

گارډین: افغانستان نور امریکا ته ارزښت نه لري

گارډین ورځپاڼې په نننۍ گڼې کې د امریکا په سیاست کې د افغانستان د ارزښت په اړه یو مطلب خپور کړی دی. گارډين د امریکا د ولسمشرۍ نوماندانو د بهرني سیاست په تړاو لیکلي چې افغانستان دوی ته ارزښت نه لري او د ولسمشرۍ په مناظرو کې يې د افغانستان د ارتلونکي په اړه کوم بحث نه دی کړی، یوازې یو ځل مېرمن کلنټن د افغانستان نوم یاد کړی او ټرامپ په یوه غونډه کې ویلي وو چې د افغانستان جگړه د امریکایانو ستره تېروتنه وه.

په ۲۰۰۹م کال د اوباما له راتګ سره هیله دا وه چې ګواکي افغان جګړه نوره پای ته ورسېږي. اوباما لومړیو کې جګړه زوروره کړه بیا شاته شو او په پای کې يې نور له افغانستان څخه مخ واړاوه. دا دی ورورسته له اتو کلونو اوباما په راتلونکې جنورۍ کې نور سپینه ماڼۍ پرېږدي او لا هم په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري شتون لري او هره میاشت بې‌پیلوټه او نورې جنگي الوتکې په سلگونو بمونه غورځوي.

گارډین دغه راز زیاتوي چې د افغانستان جگړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده شوه، چې د اکتوبر په اوومه یې پنځلسمه کالیزه پوره شوه. دې جگړه کې شاوخوا ۲۳۰۰ امریکايي سرتېري مړه شوي او ۶۸۶ ملیارده ډالر لگښت راغلی، چې له پنځلسو کلونو وروسته کومه لاسته راوړنه نه لري. د امریکا د راپورونو له مخې له ۲۰۰۱م کال راهیسې طالبان اوسمهال د افغانستان ډېره خاوره په کنټرول کې لري او القاعده هم د افغانستان په اوو ولایتونو کې فعاله ده. د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی تر پخوا ډېر شوی او د کوکنارو په کښت کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

څېړونکي او د چارو کارپوهان په دې نظر دي چې امریکایان په افغانستان کې له ماتې سره مخ دي او له پنځلسو کلونو جگړې، لگښت او د زرونو انسانانو له وژل کېدو وروسته يې څه تر لاسه کړي نه دي. یوچي ډریزن وايي چې امریکايي نوماندانو ځکه د افغانستان په اړه نظر نه دی ورکړی چې دوی د ویلو لپاره څه نه لري. د ډریزن په وینا دا د امریکایانو لپاره د شرم ځای دی چې په پای کې څه لاسته راوړنه نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button