افغانستان
بگرام: پر بهرنيو ځواکونو ځانمرگی برید شوی
د پروان په بگرام ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د سترې پوځي اډې په دروازه کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرگی بريد شوی دی.
د پروان د والي وياند وحيد صديقي رسنيو سره خبرو کې د دې بريد پخلی کړی دی.
نوموړي ويلي دي، چې بريد تېره شپه نهه بجې هغه مهال وشو، چې امريکايي ځواکونه په گزمه بوخت و او يو کرولا موټر پرې چاودنه وکړه.
د هغه په وينا چاودنه کې چا ته د سر زيان نه دی اوښتی، خو د بهرنيو ځواکونو یو ټانک موټر له منځه تللی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی او ادعا يې کړې، چې گڼو بهرنيو ځواکونو ته يې په کې مرگ ژوبله اړولې ده.
نوموړی وايي، له بريد وړاندې يې پر هوايي اډه توغندي هم ورولي دي.
د سيمې خلک وايي، چې د درنې چاودنې غږ يې اورېدلی دی خو په اړه يې نور معلومات نه لري.
په خپله بهرنيو ځواکونو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.