د لومړي ځل لپاره طالبانو د خپلو ځانمرگو بریدونو ویډیو د ډرون له لارې کړې ده. د شنبې په ورځ طالبانو د ډرون له لارې د شوي برید ویډیو له خپلې پاڼې څخه خپره کړې. دغه ځانمرگی برید د اکتوبر د میاشتې په دریمه د هلمند د پولیسو پر اډې شوی وو چې له امله یې د پولیسو مشر او نور چارواکي وژل شوي وو او اډه په بشپړه توگه ویجاړه شوې وه. د ملي دفاع وزارت پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې دا د طالبانو لپاره کومه لاسته راوړنه نه ده.
ویډیو کې لومړی برید کوونکی د ملي اردو سرتېرو ته خپل پیغام ورکوي او زیاتوي چې د بهرنیو له ملاتړ څخه لاس واخلي. بریدګر همدارنګه زیاتوي چې د بهرنیانو له لوري ملي اردو ته ورکړل شوې وسلې به د دوی په ګټه پرېنوځي او دغه وسلې به طالبان د دوی پر ضد وکاروي. د پیغام له ورکولو وروسته بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر په ډېرې تیزۍ سره د پولیسو اډې په لوري وړي او له پاسه د ډرون کامرې له لارې یې ویډیو کېږي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه رسنیو ته ویلي چې دا د طالبانو لپاره کومه لاسته راوړنه نه ده او د ډرون کامرې به یې یا چېرته پیدا کړې وي او یا هم له کوم ځای څخه په بیه رانیولې وي. افغان حکومت د جون له میاشتې راپه دیخوا د ډرون کامرو کارول په لویو ښارونو او نورو امنیتي سیمو کې ممنوع اعلان کړي دي.
طالبان له ډېرې مودې راهیسې کوښښ کوي چې د هلمند ولایت مهمې برخې ونیسې او د تېر کال په نسبت سږکال د هلمند ولایت ډېره برخه د دوی په ولکې کې ده. د راپورنو له مخې تېرکال د هلمند ۸۰ سلنه ځمکه له طالبانو سره وه خو سږکال بیا دا سلنه ۸۵ ته پورته شوې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد الجزیرې ټلویزن ته ویلي چې طالبان د خپل دښمن د ماتولو لپاره له هرې وسلې څخه کار اخلي چې د «دښمن» روحیه او جنگي ځواک مات کړي.