وروستیو څېړنو تر لاسه کړي چې بښوونکي او په نورو رحم کوونکي انسانانو روغتیایی حالت تر نورو انسانانو ډېر ښه وي. څېړنو موندلي چې بښوونکي انسانان د زړه له حملو، لوړ فشار، د وینې غوړ، ډېر وزن، اندېښنو او سرطان له ناروغیو څخه ژغورل کېږي او له دې سره دوی تر نورو انسانانو ښه روغتیا لري.
د یوې څېړنې له مخې چې په (The Journal of Behavioral Medicine) کې خپره شوې ویل شوي دي چې هغه انسانان چې نورو ته بښنه کوي، له غوصې او کرکې ځان ساتي تر نورو ډېر ښه فیزیکي حالت لري. د بیلگې په ډول دغه انسانان د شپې له لوري په ارامۍ سره خوب کوي، ډېر لږ ناورغېږي او له کیمیاوي درملنو لږه استفاده کوي او همداراز د ملا له درد، ځان درد، د معدې له ستونزو سره لږ مخکې کېږي.
څېړونکي وايي چې کرکې، ناامیدي، د کمزورۍ احساس انسانانو کې ۶۰٪ سلنه د سرطان ناروغي ډېروي او د ډېرو کیمیاوي موادو د کارورلو لامل گرځي چې په خپله د نورو ناروغیو د پیدا کېدو لامل کېږي.
که تاسو غواړئ چې ارامه، سوکاله او خوښ ژوند ولرئ نو له نورو سره کرکه مه کوئ او تل کوښښ کوئ چې نورو ته بښنه وکړئ تر څو له رواني او جسمي ناروغیو څخه په امان پاتې شئ.