خرم: امريکا به نږدې راتلونکې کې افغانستان نه د ترورستانو صادرول پيل کړي
د حامد کرزي د حکومت پر مهال د جمهوري رياست د دفتر رييس عبد الکريم خرم څرگنده کړې ده، چې امريکا به نږدې راتلونکې کې له افغانستانه د ترورستانو د لېږد پروژه پيل کړي.
نوموړي زياته کړې ده، چې امريکا په ۲۰۱۶ز کې پر دغه پروژه ډېر کار وکړ او په نږدې راتلونکې کې به يې پلې کړي.
ښاغلي خرم د افغانستان ختيځه برخه کې د داعش ډلې شتون او ورځ له بلې پياوړي کېدو او منظم کېدو ته په اشاره ويلي، چې دا ډله هېواد کې د لا فعالېدو په حال کې ده. سره له دې چې امريکايي ځواکونه او افغان دولت هره ورځ د لسگونو داعش وسله والو د مرگ ژوبلې راپورونه ورکوي، خو لا هم دا ډله ځپل شوې نه ده او د يوه ستر گواښ په سترگه ورته کتل کېږي.
دغه پخواني افغان چارواکي روان وخت کې بدخشان کې د ترورستانو ځای پر ځای کېدل خطرناک بللي او څرگنده کړې يې ده، چې په نورو پېښو د خلکو پام له دې بل خوا اړول کېږي.
ښاغلي خرم ويسا ورځپاڼې سره خبرو کې ويلي: «کوم نړيوال استخباراتي کار کوونکي چې ترورستانو سره نږدې اړيکې لري، اوس ورسره د عربي او روسي ژبو ترجمانانو شمېر ډېر شوی او له دې معلومېږي چې په منځني ختيځ کې تربيه شوي ترورستان اوس زموږ سيمې ته راروان دي.
هغه په دې اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي سياست ستايلي، چې په وينا يې د امريکا د ځينو غوښتنو په ردولو وتوانېد چې سيمه کې دغه پروژه اووه کاله وځنډوي.
ځينو افغان سياستوالو تېر کال د طالبانو له لوري د کندز ښار د نيولو پر مهال وويل، چې امريکا په لوی لاس دغه ولايت کمزوری کړی و، څو داعش وسله والې ډلې ته يې وسپاري او دا ډله له دې ولايته منځنۍ اسيا ته لار پيدا کړي، خو د سياستوالو په وينا طالبان په دې لوبه پوی شول او د کندز په نیولو کې له داعشه وړاندې شول.
د ياد پخواني افغان لوړپوړي چارواکي دا څرگندونې په داسې حال کې دي، چې د نړۍ د سترو ځواکونو پام روان وخت کې افغانستان ته اوښتی او وېره څرگندېږي چې هېواد د دغو ځواکونو د نيابتې جگړې په ډگر بدل نه شي.
د افغانستان مشرانو جرگې هم په خپله وروستۍ غونډه کې وېره وښوده، چې که د روس او امریکا په څېر ستر قوتونه افغانستان کې سره ونښلي، دا هېواد به هم د سوريې پر انجام اخته کړي.