افغانستان

سعودی: د افغان سولې لپاره به په ټول توان هڅې وکړو

سعودي عربستان ته د ملي يووالي حکومت د اجرايه رييس ډاکټر عبد الله د سفر پر مهال نوموړي سره د دې هېواد د پاچا سلمان په ليدنه کې د افغانستان د سولې په خبرو ټينگار شوی او سعودي څرگنده کړې ده، چې په خپل ټول توان به د دې سولې ملاتړ وکړي.

د اجرايه رييس د وياند مرستيال جاويد فيصل بي بي سي سره خبرو کې ويلي، چې د سعودي پاچا له اجرايه رييس سره په درې خبرو ټينگار کړی، چې هغه له افغان سولې د سعودي پوره ملاتړ، له طالبانو دا غوښتنه چې د نېک نيت له مخې خپل بريدونه ودروي او د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړيکو ښه والی دي.

د اجرايه رييس مرستيال وياند وايي، چې هغه له سعودي وغوښتل چې د ترهگرو ډلو د مالي سرچينو په له منځه وړو کې د افغانستان مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چې افغان حکومت پخوا هم هڅې کړې دي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د سعودي مرسته ترلاسه کړي، خو تر دې دمه يې کومه پايله نه ده ورکړې.
طالبانو حکومت سره د سولې د خبرو لپاره شرط ايښی چې ټول بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي، خو دغه سرتېري لا هم افغانستان کې دي او طالبان هم په خپل دريځ ولاړ دي، ځکه نو د سولې خبرو کې تر دې دمه کوم پرمختگ نه دی شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button