که چېرې د ادرارو په مدیریت کې ستونزه لرئ او له ادرارو وروسته بیا هم ستاسو څخه څاڅکي توېيږي او یا نشئ کولای چې ټول ادرار په یو وخت کې خارج کړئ نو له ډاکټر سره اړیکه ونیسئ او تر هغه وخته پورې له لاندې لارو گټه پورته کړئ:
خپله مثانه په وخت سره عادته کړئ
هر یو ساعت وروسته د مثانې د تشولو لپاره قضا حاجت کوئ او دغه موده لږه اوږده کړئ چې په یوې میاشتې کې تر څلورو ساعتونو پورې وغځېږي.
د کگل له تمرین نه کار واخلئ
د ورځې په اوږدو کې د پنځلس دقیقو لپاره د مقعد عضلې درې ثانیې منقبضې کړئ او بیا د درې ثانیو لپاره یې پرېږدئ دا کار لس ځلي پرله پسې وکړئ. تاسو کولای شئ چې دا کار د ټلویزون د نندارې، دفتر، موټر او هر ځای کې وکړئ پرته د قضایی حاجت څخه نو تاسو به یې له گټې څخه درې یا څلور اوونیو کې پوه شئ.
څو ورځې له ځان سره راپور ولیکئ
دا له ځان سره ولیکئ چې کوم څښاک ستاسو ادرار کې ډېروالی راوړي او تاسو له پورته یاد شوي تمرین څخه په ورځني ډول څو ځلي گټه پورته کړې.
هر ځلي چې ادارار کوئ نو له ادرار کولو وروسته یوه یا دوه دقیقې انتظار وکړئ او بیا د ادرار کولو کوښښ وکړئ
د کافیئن لرونکو څښاکونو څخه گټه مه اخلئ
چای، کافي او خوږلن مشروبات ډېره مدر یا ادرار لرونکي وي
له اسیدي لرونکو خوراکونو څخه ځان وژغورئ
چاکلیت او نور هغه خوراکونه چې د خوږو مقدار په کې ډېر وي ځان ترې وژغورئ
له سگرټو څخه ځان وژغورئ
دا ثابته شوې چې سگرټ د انسان د ادرارو توازن له منځه وړي.
له خوب څخه مخکې له مایعاتو گټه مه اخلئ
وزن مو لږ کړئ
چاغي د انسانانو پر مثانې تنگوالی رواړي
تشویش د انسان د ادرارو توازن له منځه وړي