افغانستانسلايډ

م. م: د ډېرو کډوالو راستنېدل د بشري بحران احتمال زياتوي

د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړيوالې ادارې خبر ورکړی، چې له گاونډي هېواد پاکستانه به د زيات شمېر افغان کډوالو د ستنېدو له کبله د بشري بحران د رامنځته کېدو احتمال ډېر شي.

دغو دواړو ادارو په خپل وروستي راپور کې څرگنده کړه، چې له پاکستانه هره ورځ شاوخوا اوه نيم زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د م. م د کډوالو عالي کميشنرۍ او د کډوالۍ نړيواله اداره (IOM) اټکل کوي، چې د راروان کال د مارچ تر پينځلسمې به له يو مليون تر يو نيم مليونه کډوال بېرته ستانه شي. خو له دې کبله چې ستنېدونکو کډوالو ته هلته د اوسېدو شرايط نه دي برابر، بشري بحران به رامنځته شي.

له پاکستانه راستنو شويو کډوالو بيا بيا د رسنيو له لارې څرگنده کړه، چې تر دې دمه ورسره هيڅ ډول مرستې نه دي شوي او ان د سرپناه لپاره څه نه لري.

بل پلو څه موده وړاندې د ملگرو ملتونو په يوه راپور کې وويل شول، چې افغانستان کې دا مهال د جگړو له کبله له دولس سوو زرو ډېر خلک بې کوره دي او روان کال کې به يو ميليون نور هم بې کوره شي. دغه راپور زياته کړې وه، چې که له دې کډوالو سره بېړنۍ مرستې ونه شي، بشري ناورين به رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button