افغانستانسلايډ

پوتين د افغانستان د روان امنيتي وضعيت په اړه سخته اندېښنه ښودلې

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د افغانستان د روان امنيتي وضعيت په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده او ټينگار کړی، چې ترورېزم او توندلاريتوب سره په مبارزه او د نشه‌يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې بايد جدي گامونه واخيستل شي.

پوتين دا خبرې د روسيې له سپوتنيک اژانس سره کړې دي.

نوموړي څرگنده کړې ده، چې افغانستان کې روان بدلونونه سخت اندېښمنوونکي دي او دغه هېواد سره د مرستې لپاره هندوستان او روسيه اړ دي، چې افغانستان کې د ترورېزم، توندلاريتوب او نشه‌يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې گډې هڅې پيل کړي.

د روسيې ولسمشر ټينگار کړی، چې نوي دهلي او مسکو په پام کې لري، چې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د «ملي يووالي هڅې» پيل کړي.

د هغه په وينا روسيه او هند افغانستان کې د بيا رغونې څو اړخيزو همکاريو ته ميلان لري، چې له مخې به يې د افغانستان امنيت ښه، له نشه‌يي توکو سره مبارزه گړندۍ او اقتصادي او اجتماعي پرمختگونه رامنځته شي.

پوتين دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې پر روسيه تور پورې کېږي، چې افغانستان کې د داعش ترهگرې ډلې پر ضد وسله والو طالبانو سره مرستې کوي، خو روسيه دغه ادعاوې په کلکه ردوي.

بل پلو د چارو شنونکي اندېښنه لري، چې افغانستان به د يوکراين او سوريې په څېر د نړۍ د سترو ځواکونو د جگړې پر ميدان بدل شي، چې دا کار به افغانستان نور هم د ويجاړۍ لور ته بوځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button