سيمه او نړۍ

سعودي په لومړي وار نړيوال بازار ته د پور لاس اوږدوي

د سعودي شاهي حکومت په لومړي ځل نړيوال بازار ته د پور د ترلاسه کولو په موخه د پور سندونه (بانډونه) وړاندې کوي. د دې کار موخه سعودي ته د ورپېښو مالي بحرانونو مخه ډپ کول بلل کېږي.

د الانباء خبري اژانس د راپور له مخې، سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره د ۱۵ مليارده ډالرو په اندازه ډالري بانډونه نړيوال بازار ته د پانګونې لپاره وړاندې کوي.

د سعودي ماليې وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «دوی د بانډونو د صادرولو لپاره نړيوال پروګرام جوړ کړی او د دې د مديريت او څارنې په خاطر يې څو نړيوال او سيمه ييز بانکونه ګومارلي دي».

پېټرک ډېنسن، چې  په اکسفورد پوهنتون د اقتصادي زده کړو کارپوه دی وايي، چې سعودي عربستان د ۱۵ مليارده ډالرو په ارزښت بانډونه به تر ډېره حده سعودي له هغه مالي بحرانه، چې د ۲۰۱۴ راهيسې د تېلو د بيې د کمښت له امله ورسره لاس او ګرېوان دی، را وباسي.

ډېنسن زیاته کړه چې، که څه هم سعودي عربستان څو وارې له محلي بازاره پور اخېستی، خو له نړيوال بازاره يې دا لومړی ځل دی.

الحیاة عربي ورځپاڼه د سعودي عربستان د ماليې وزارت له خولې ليکي، چې د اګست مياشتې تر پایه سعودي حکومت ۲۷۳.۸ مليارده ریال چې ۷۳ مليارده امريکايي ډالر کيږي، پوره وړی دی. دا په داسې حال کې ده چې سعودي د ۲۰۱۴ تر پایه ۱۱.۸ مليارده ډالر او د ۲۰۱۵ تر پايه ۳۷.۸ مليارده ډالر پور و.

په دې ورستيو کې سعودي عربستان چې ټول اقتصاد يې د تيلو په وارداتو ولاړ دی، په نړیوال بازار کې د خامو تيلو د بيې د کمښت او په یمن کې د حوثي ډلو سره د جګړې له امله له یو لړ مالي کړکېچونو سره مخ شوی، چې د خلاصون لپاره يې مختلفې لارې چارې په کار اچولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button