د فارياب چارواکي خبر ورکوي، چې وسله وال طالبان له يوې جگړې وروسته توانېدلي، نن سهار غورماچ ولسوالۍ په بشپړ ډول ونيسي.
د فارياب د ولايتي شورا غړي سيد عبد الباقي هاشمي پژواک سره خبرو کې ويلي، چې طالبانو تېره شپه غورماچ کې پر مېشتو امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل او نيمه شپه يې د ملي اردو او پوليسو درې پوستې ونيولې، وروسته سهار مهال وتوانېدل ولسوالۍ په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي.
هاشمي وايي، وروسته له هغه چې طالبانو درې پوستې ونيوې، امنيتي ځواکونه اړ شول د ملي اردو کمپ ته شاتگ وکړي. د سيمې خلک هم وايي، چې امنيتي ځواکونو پرته له کوم مقاومته ولسوالۍ خوشې کړې ده.
د ولايتي شورا ياد غړی زياتوي: «سهار مهال د ملي اردو الوتکو د غورماچ پر مرکز بمباري وکړه او د اشتباه له مخې يې د امنيه قوماندانۍ نږدې ځای په نښه کړ، چې له امله يې هلته مېشتو ځواکونو ولسوالۍ پرېښوده».
يوې بلې امنيتي سرچينې پر دولت غږ کړی، چې که ژر بېرته دغه ولسوالۍ ونه نيسي، طالبان به له لوړو سيمو په گټه اخيستو نورې امنيتي پوستې هم تر بريدونو لاندې راولي.
دغه سرچينه وايي، د تېرې شپې جگړه کې يوولسو طالبانو او يو شمېر امنيتي سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو رسنيو ته د تلفون پر کرښه ويلي، چې د ملي اردو له يوې قرارگاه پرته د ولسوالۍ ټولې سيمې د دوی تر ولکې لاندې دي. دوی زياته کړې ده، چې د جگړې د تلفاتو په اړه به وروسته رسنيو ته خبر ورکړي.
د طالبانو له لوري د غورماچ ولسوالۍ نيول په داسې حال کې دي، چې څو ورځې وړاندې د فارياب امنيه قوماندان ويلي وو، چې طالبان د يوه کلي د سقوط وس هم نه لري.