ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی، چې د ولايتونو واليانو ته يې واک ورکړی، چې د اړتيا پر مهال د ولايتونو په اړه په بېړنۍ توگه مستقل تصميم ونيسي. د ارگ وياند هارون چخانسوري دا خبرې هغه خبري غونډه کې وکړې، چې هېواد کې د وروستيو امنيتي بدلونونه په اړه په کې غږېد.
ښاغلي چخانسوري څرگنده کړه، چې له دې وړاندې جنگي پلانونه يوازې له مرکزه نيول کېدل او په ټول هېواد کې پلي کېدل، چې دا کار د امنيتي گامونو په اخيستو کې د ځنډ لامل کرځېد.
د ولسمشر وياند وايي، ولسمشر دغه پلان د بروکسل له غونډې وروسته د هېواد امنيتي وضعيت ته په پام سره ونيو.
دا مهال د هېواد په ډېری ولايتونو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي او په ځينو ولايتونو کې خبره ان د مرکزونو تر سقوطه رسېدلې ده.
ولمسشرۍ ماڼۍ وايي، چې روانه جگړه دا وخت له پخوا ډېره پيچيده ده او اوسمهال نهه ترهگرې ډلې هېواد کې فعاليت کوي.