افغانستانسلايډ

هلمند: طالبانو پر مرکز لښکرگاه درانه بريدونه پيل کړي

وسله والو طالبانو پرون د هلمند پر مرکز لښکرگاه درانه بريدونه پيل کړي دي او لا هم دوام لري. هغوی د دغو بريدونو په ترڅ کې يوه موټر بم چاودنه هم وکړه، چې د چارواکو په وينا د لسو پوليسو په گډون په کې څوارلس تنه ووژل شول.

د هلمند مرکز ته استول شوي د نادعلي امنيه قوماندان حاجي مرجان اسوشيټډ پرس ته ويلي، دغه چاودنه وروسته له هغه وشوه، چې طالبانو په دويمه امنيتي حوزه کې د ښار پر امنيتي کمربند بريدونه پيل کړل.

د هلمند چارواکي وایي، د ملي امنيت ځانگړي ځواکونه، د ملي اردو او پوليسو سرتېري او نړيوال ځواکونه د طالبانو د بريدونو په شا تنبولو کې گډون لري او په دې لړ کې د نړيوالو ځواکونو هوايي بريدونه ډېر اغېزمن دي.

طالبان پرون سهار توانېدلي وو، چې د دويمې امنيتي حوزې اړوند په مهاجر کمپ کې د پوليسو ماموريت او څو نورې پوستې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

يوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط امريکا غږ دري ته ويلي، چې طالبان له نظامي يونيفورم او وسايطو په کار اخيستو وتوانېدل د پوليسو دغه کمپ ته ننوځي.

د هلمند جگړو په داسې حال کې زور اخيستی، چې وړمه ورځ د افغانستان دفاع وزير جنرال عبد الله حبيبي او افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن دغه ولايت ته تللي وو او ډاډ يې ورکړی و، چې ولايت به سقوط ونه کړي.

طالبانو د هلمند د تازه جگړو پخلی کړی او ادعا يې کړې ده، چې د بريدونو په ترڅ کې يې د لښکرگاه شاوخوا او دننه له لسو ډېرې پوستې نيولې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button