خبرونهسلايډ

ارغنديوال: موږ کابل ته د حکمتيار په مشوره راغلي وو

په افغانستان کې د حزب اسلامي اوسنی مشر عبد الهادي ارغنديوال وايي چې دوی کلونه وړاندې افغانستان ته د خپلو ملګرو په ګډون، د ښاغلي ګلبدين حکمتيار په مشوره راغلی وو.
هغه دغه څرګندونې له شمشاد ټلويزيون سره په مرکه کې کړې دي. دغه مرکه چې نن له يادې سرچينې خپره شوه، ارغنديوال په کې وايي چې دوی کلونه وړاندې افغانستان ته په خپل سر او د حکمتيار له مشورې پرته نه وو راغلي، بلکې د دې له پاره راغلي وو چې افغانستان کې حزب اسلامي رسمي کړي او له مختلفو اړخونو سره اړيکې ټينګي کړي.
که څه د حزب اسلامي تبعيدي مشر، ګلبدين حکمتيار څو څو وارې په خپلو مرکو او خبرپاڼو کې کابل ته تللي حزبيان «په څو روپيو خرڅ شوي» بللي وو او له حزب سره په خيانت يې تورن کړي وو.
ارغنديوال وايي چې دی د حکمتيار له راتلو وېره نه لري، بلکې لاره يې ورته برابره کړې. هغه وويل چې ډاکټر عبد الله ته يې د حکمتيار د راتلو ډاډ ورکړی و او د هېواد په مختلفو برخو کې اوسمهال د همدوی ډله حکمتيار ته د ښه راغلاست په غونډو بوخته ده.
په کابل کې د حزب اسلامي مشر، ارغنديوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکمتيار به يو وار بيا په افغانستان کې جګړې اوستونزې پيل نه کړي، وويل چې اوس هغه دوره تېره ده. د ده په وينا حکمتيار به له نورو ګوندونو سره رقابتونه ولري، خو د دوښمنيو وخت تېر دی.
ارغنديوال دغه راز وويل چې د حکمتيار له راتلو وروسته به د حزب پر راتلونکي غږېږي او يوې پايلې ته به رسېږي. هغه زياته کړه چې موږ په خپل ګوند کې د ټاکنو سېستم لرو او مشران د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button