JetPack Aviation شرکت وايي چې د موناکو پر آسمان يې د شخصي الوتکې د الوت درېيم امتحان پرته له کوم خنډه، د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ بريالی شوی دی. معنا دا چې له دې وروسته به انسانان خوندي الوت کولای شي.
يادې کمپنۍ د jetpack الوتکو نوی او پرمختللی شکل، چې د JB-10 په نامه يادېږي، جوړ کړی او په لومړي وار د کمپنۍ اجرايي رييس ډېوېډ مايمان د موناکو آسمان ته د هليکوپټر له ډګر څخه والوځاوه او څو دقيقې يې د سمندر پر فضا دورې ووهلې او بېرته خپل ځای ته راوګرځېد.
د دغې نوې وړې الوتکې په اړه کمپنۍ ويلي دي چې «له ټکنالوژيکي اړخه ترټولو ډېره پرمختللې» الوتکه ده. د شرکت له لورې خپره شوې ويډيو ښکاره کوي چې مايمان څنګه د سمندر له پاسه له الوت څخه خوند اخلي. مايمان ويلي چې دا «د کلونو د کار پايله ده» او «دا خو پيل دی».
اجرايي رييس مايمان له دغې تجربې وروسته ويلي دي چې JetPack Aviation شرکت هڅه کوي چې شخصي الوتکې جوړې کړي تر څو ډاډمنې وي او آسانه کار وکړي. هغه وويل: «ثابته مو کړه چې دغه ووړ ځاني سفر حقيقت دی».
تمه کېږي چې له دې وروسته به په اروپا کې د دغه ډول ځاني الوتلو سفرونه پيل شي.