خبرونه
د کابل کندهار پر لویه لار جگړه روانه ده
د کابل کندهار پر لویه لار د طالبانو او ملي اردو تر منځ جگړه روانه ده. احمد ولي سرحدي زابل کې مېشت ازاد ژورنالست رسنیو ته ویلي چې قلات سیمې ته نږدې درنه جگړه روانه ده او لویه لاره په بشپړه ډول تړل شوې ده.
سرحدي دغه راز زیاته کړه چې د لويې لارې پرانستل وخت غواړي ځکه چې طالبانو شاوخوا سیمې ټولې په خپلې ولکې کې لري او ملي اردو نه شي کولای چې سیمه کې طالبان ژر پر شا وتمبوي.
په دې وروستیو کې د طالبانو او ملي اردو سرتېرو تر منځ په هلمند، فراه، زابل، بغلان او کندز کې درنه جګړه روانه ده.