امريکايي او افغان ځواکونو وړمه شپه د ننگرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې د ولسي وگړو پر يوه کور د شپنيو عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ څلور تنه غړي وژلي دي، چې څلور واړه وروڼه دي.
پېښه د کامې ولسوالۍ په سنگر سرای سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سيمې خلک وايي، چې امريکايي او افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ځينې کليوال له ځان سره هم وړي دي. دوی زياتوي چې وژل شويو وروڼو له کومې وسله والې ډلې سره اړيکه نه لرله او نه يې هم حکومت ضد فعاليتونو کې ونډه درلوده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ننگرهار د اچین ولسوالۍ په شډل بازار سيمه کې د يوه دولتي کارمند پر کور د امريکايانو بمبارۍ کې لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او شل نور ټپيان شول.
له هغې وروسته په يوه بله پېښه کې دولتي ځواکونو د ملگرو ملتونو د يوې ادارې يو تن کارکوونکی جلال اباد ښار کې په خپل کور کې وواژه.
د امريکايي ځواکونو له لوري د ولسي وگړو د وژنې دا وروستۍ پېښه په داسې حال کې ده، چې گڼو افغان سياستوالو او ولسي خلکو د هغوی له لوري په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو او ولسي خلکو وژل په کلکه وغندل او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي، خو حکومت وايي، چې د بهرنيانو له لوري ترسره کېدونکي عمليات ټول له دوی سره په همغږۍ کېږي.