د افغانستان دولت له يوه داخلي شرکت سره هغه هوکړه لاسليک کړې ده، چې له مخې به يې د شبرغان له گازو دوه پنځوس ميگا واټه برېښنا توليد شي.
دغه هوکړه تېره ورځ ارگ کې د ولسمشر غني په وړاندې د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني او د «بيات پاور» د شرکت د رييس احسان الله بيات تر منځ لاسليک شوه.
علي احمد عثماني څرگنده کړه، چې ياد شرکت خپلې وړاندې کړې طرح کې ويلي، چې د دوه سوه دوه پنځوس مليون ډالرو په لگښت د درې فازو په جوړولو يو سل او دوه نوي ميگا واټه برېښنا توليدولی شي، خو د هېواد عالي اقتصادي شورا د لومړي فاز دوه پنځوس ميگا واټه برېښنا تاييد کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزير وويل، چې دغه برېښنا به شپږو مياشتو کې جوړه شي او د برېښنا، گازو او نورو مسالو په اوارولو کې به مرسته وکړي.
د «بيات پاور» رييس دغه پروژه د پر ځان بسياينې برخه کې مهمه وبلله او په شپږو مياشتو کې يې د بشپړولو ژمنه وکړه.
ښاغلي بيات وويل: «لومړی فاز به دوه پنځوس، دويم يو سل او پنځوس او دريم به يو سل او دوه نوي ميگا واټه برېښنا توليد کړي، چې له مخې به يې د افغانستان دولت هر کال ۲.۳ مليارد افغانۍ ترلاسه کړي».