د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه يو ځل بيا لښکرگاه ښار کې څو امنيتي پوستې نيولې دي او امنيتي ځواکونو ته يې درانه تلفات اړولي دي.
دوی وايي، د ښار درېيمه امنيتي حوزه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده او دغه ډله هره ورځ لښکر گاه ښار ته لا نږدې کېږي.
د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې رييس بشير احمد شاکر رسنيو ته وويل، چې طالبانو تېره شپه پر اتو امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې گڼ شمېر امنيتي ځواکونه يې ووژل او د هغوی وسلې او مهمات يې ځان سره يووړل. نوموړي کره خبره ونه کړه، چې جگړه کې څو تنه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د ښاغلي شاکر په وينا لښکرگاه ښار اوسمهال په عملي توگه د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دی.
د ولايتي شورا مرستيال عبد المجيد اخندزاده هم د تېرې شپې د نښتو په تاييد ويلي، تر څو چې د ولايت ټول لوړپوړي چارواکي له دندو لرې نه کړای شي، تر هغه به امنيتي وضعيت سم نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې هلمند کې دا مهال زرگونه افغان امنيتي ځواکونه او پينځه سوه امريکایي پوځيان مېشت دي.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چې لښکرگاه کې يې ځانگړي عمليات پيل کړي او امنيتي وضعيت مخ په ښه کېدو دی. نوموړي زياته کړې ده، چې ډېر ژر به د ښار درېيمه امنيتي حوزه له وسله والو طالبانو بېرته ونيسي.
د يادونې وړ ده، چې هلمند کې د روانو جگړو له کبله زرگونه تنه اوسېدونکي د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي دي، چې اوسمهال په سختو شرايطو کې شپې ورځې سبا کوي.